د شمالي کوریا دولتي رسنۍ راپور ورکړی چې کیم جونګ اون د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ په څلورمه د اټومي تاسیساتو له لیدنې پر مهال د تاکتیکي اټومي وسلو د کارونې د پراختیا غوښتنه وکړه. هغه د دغه هېواد د اټومي حیثیت ردول د جګړې اعلان وباله.دا څرګندونې پر پوله د ماین چاودنې او د توغندیو له توغولو وروسته له سوېلي کوریا سره د تاوتریخوالي د زیاتوالي پر مهال کېږي.اټکلونه ښيي چې شمالي کوریا له ۸۰ تر ۱۲۰ پورې اټومي سرګلولې لري، خو کره شمېر یې معلوم نه دی.#شمالي_کوریا #اټومي_وسلې #کیم_جونګ_اون #نړۍ🌐
کیم جونګ اون د تاکتیکي اټومي وسلو د پراختیا غوښتنه وکړه