د طالبانو د ټولګټو وزارت اعلان کړی چې د سالنګ ستراتیژیکه لاره چې د سخت طوفان او واورې له امله بنده شوې وه، بیرته پرانیستل شوې ده.
اوسمهال یو لاین پاک شوی او په دواړو غاړو کې منتظرو موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکول کیږي.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي چې عملیاتي ټیمونه لا هم د لارې په بشپړه پاکولو بوخت دي ترڅو ټولو موټرو ته لاره هواره شي
دا مهمه لویه لار کابل د شمالي ولایتونو سره نښلوي او په ژمي کې ډیری وخت بندیږي.
چارواکو ټینګار کړی چې که د واورې اورښت ودریږي او طوفان کم شي، دا لاره به د پنجشنبې ورځې تر پای پورې په بشپړه توګه پرانیستل شي. موټر چلوونکي او مسافر باید په دې لاره پوره احتیاط وکړي.