د هالنډ د ازادۍ ګوند مشر ګیریت ویلدرز په یو ټویټ کې په ایران کې د اعتراض کوونکو وژل “د نه منلو وړ” بللي او له ډونالډ ټرمپ یې غوښتي چې خپله پاملرنه ایران ته واړوي.
هغه لیکلي چې حکومتي ځواکونه هغه زړور ایراني ځوانان قتل عام کوي چې د ازادۍ لپاره مبارزه کوي.
په ورته وخت کې، ډونالډ ټرمپ په خپله الوتکه کې له خبریالانو سره په خبرو کې عجیبې څرګندونې وکړې.
هغه نړیوالو سیالیو ته په اشاره وویل: “که موږ ګرینلند ونه نیسو، روسیه یا چین به دا کار وکړي” او په دې توګه یې خپل د بهرني سیاست لومړیتوبونه بیان کړل.
دا غبرګونونه په داسې حال کې دي چې په ایران کې اعتراضونه حساس پړاو ته داخل شوي او نړیواله ټولنه په اندېښنې سره تحولات څاري.
ویلدرز له ټرمپ غوښتي چې “د ګرینلند پر ځای، ایران وټاکي” او پر اسلامي جمهوریت فشارونه زیات کړي.