په کندز کې د سیمه ییزې خبریالې ناظرې رشیدي کورنۍ وايي چې هغه له شپږو ورځو راهیسې د طالبانو د استخباراتو په بند کې ده او د روغتیایی وضعیت په اړه یې هیڅ معلومات نشته.
د دغې خبریالې خور خبرداری ورکړی چې طالبان هڅه کوي د هغې پر وړاندې “دوسیه جوړه او په زور اعتراف” واخلي.
اغلې رشیدي د دوو کوچنیو ماشومانو سرپرسته ده او نیول کېدو یې جدي اندېښنې راپارولي دي. د سرچینو په وینا، هغه له کور څخه د وتلو پر مهال نیول شوې او یوازې یو لنډ ټیلیفوني اړیکه یې له کورنۍ سره نیولې چې تاییدوي په بند کې ده.
د دغې خبریالې کورنۍ وايي چې له طالبانو سره همغږي بنسټونه د هغې د شخصیت د تخریب په حال کې دي ترڅو راتلونکو اقداماتو ته زمینه برابره کړي. دوی له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د هغې د فوري خوشې کېدو او خوندیتوب لپاره اقدام وکړي.