د ۳۴ کلن افغان محصل بین الله ضیا جسد د هند په ګجرات ښار کې موندل شوی دی. هندي رسنیو راپور ورکړی چې د هغه جسد تېره شپه د فتح ګنج په سیمه کې د هغه په استوګنځي کې کشف او د نورو پلټنو لپاره عدلي طب ته لېږدول شوی دی.
هندي پولیسو د ځانوژنې احتمال ښودلی، خو د دې پېښې د دقیقو اړخونو د روښانه کولو لپاره پلټنې روانې دي. ضیا له دوو کلونو راهیسې د انجنیرۍ په برخه کې د ډاکټرۍ په زده کړو بوخت و او مړینې یې په هند کې افغان محصلین سخت خواشیني کړي دي.
په بهر کې افغان محصلین له ګڼو ننګونو لکه د ویزې ستونزې او رواني فشارونو سره مخ دي. د ضیا کورنۍ او دوستان د پولیسو د پلټنو وروستیو پایلو ته سترګې په لار دي ترڅو د دغه ځوان محصل د مړینې اصلي لامل معلوم شي.