د طالبانو یو جګپوړي چارواکي مولوي عبدالکبیر خوست ولایت ته د سفر پر مهال ویلي چې هیڅوک حق نلري د نظام پر وړاندې خبرې وکړي یا کوم اقدام ترسره کړي. هغه ټینګار وکړ چې نیوکې باید په ښکاره او د خلکو په منځ کې ونه شي.
مولوي عبدالکبیر وویل چې که څوک شکایت لري، باید په مستقیمه توګه یې له مسوولینو سره شریک کړي. هغه خبرداری ورکړ چې چاته به اجازه ورنکړل شي چې «په غرونو، هوا یا سړکونو» کې د نظام پر ضد غږ پورته کړي.
د نوموړي په وینا، خلک او طالبان په دې نظام کې شریک دي او باید د یووالي ساتنه وشي. دا په داسې حال کې ده چې د بیان پر ازادۍ محدودیتونه تل د نړیوالو ټولنو لخوا تر نیوکو لاندې راغلي دي.