په کندهار ولایت کې روانې وچکالۍ د ماهیانو د روزنې صنعت ته سخت زیان رسولی دی. د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې د اوبو د کمښت له امله د ماهیانو د فارمونو فعالیت د تیر کال په پرتله ۵۰ سلنه کم شوی دی.
اوسمهال په دغه ولایت کې یوازې شاوخوا ۲۰۰ فارمونه فعال دي چې نشي کولای د ځايي بازار اړتیاوې پوره کړي. مسوولین خبرداری ورکوي چې که د وچکالۍ ستونزه حل نشي، دا صنعت به په بشپړه توګه له منځه لاړ شي.
د ماهیانو روزونکي وايي چې وچکالۍ د دوی پانګونه له ګواښ سره مخ کړې ده. کندهار چې په تیرو کلونو کې د ماهیانو په تولید کې ښه پرمختګ کړی و، اوس د اقلیمي بدلونونو او وچکالۍ له امله له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دی.