چینایي ساینس پوهانو د LTE440 په نوم یو سافټویر جوړ کړی چې د سپوږمۍ لپاره د لومړني عملي وخت سنجوونکي سیسټم په توګه یاد شوی دی.

دا سیسټم په سپوږمۍ کې د وخت د توپیر ستونزه حل کوي، ځکه هلته د کمې جاذبې له امله ساعتونه له ځمکې لږ ګړندي حرکت کوي (په ورځ کې شاوخوا ۵۶ مایکرو ثانیې) .


کېدای شي دا د وخت توپیر ډېر لږ ښکاره شي، خو د دقیقو فضايي ماموریتونو او په راتلونکي کې د GPS په څېر سیسټمونو لپاره، دا تېروتنې لوی زیان اړولی شي.

سپوږمۍ ته د بېلابېلو هېوادونو د ماموریتونو په ډېرېدو سره، د دقیق او همغږي وخت لرل اړین شوي دي .
دا نوی سافټویر انجینرانو ته اجازه ورکوي چې د ځمکې او سپوږمۍ وخت په ډېر دقت سره همغږی کړي. دا د نوي فضايي سیالۍ لپاره یو مهم ګام دی، ځکه چین غواړي په سپوږمۍ کې دایمي تاسیسات جوړ کړي او دا سیسټم به په سپوږمۍ کې د راتلونکي انټرنیټ او لارښوونې بنسټ وي .

چین #فضا #سپوږمۍ #فضاييټکنالوژي #وخت #علمي #ستورپوهنه #فضاييماموریت #ساینس #لارښوونه #اختراع

Author