په ټیک ټاک او ټولنیزو رسنیو کې یوه عجیبه ادعا لاس په لاس کېږي چې وايي د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۱۲مه به ځمکه د ۷ ثانیو لپاره خپله جاذبه له لاسه ورکړي.

دا اوازه ادعا کوي چې ناسا د دې پیښې د مدیریت لپاره د «لنګر» (Project Anchor) په نوم یوه پټه پروژه لري .


خو اندېښنه مه کوئ، دا ادعا په بشپړه توګه دروغ او خیالي ده.

فزیک پوهان ټینګار کوي چې جاذبه د برق سویچ نه دی چې بند او چالانه شي؛ جاذبه د ځمکې د وزن (کتلې) پایله ده او تر څو چې ځمکه شته، جاذبه به هم وي. ناسا هم د داسې پروژې شتون رد کړی دی .
داسې اوازې معمولاً د علمي اصطلاحاتو او کره نېټو په یوځای کولو سره هڅه کوي خلک وغولوي.

ساینس پوهان وايي هېڅ داسې طبیعي یا مصنوعي لاره نشته چې وکولای شي جاذبه حتی د یوې شیبې لپاره ودروي. نو په ډاډه زړه پر ځمکه ګامونه واخلئ! .

ناسا #جاذبه #اوازه #علمي #فزیک #ځمکه #علميحقایق #ټیکټاک #جعليخبر #فضايي #پروژهانکر

Author