د خوست لپاره د طالبانو والي مولوي عبدالله مختار په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دی چمتو دی “سل کاله یې په لاسونو کې زولنې وي”، خو هیڅکله به “غلامي” ونه مني .
هغه د طالبانو پر ایډیالوژیکو دریځونو ټینګار وکړ او ویې ویل چې مبارزه یې د څوکۍ لپاره نه، بلکې د خلکو د عزت او غرور لپاره ده .
دغه طالب چارواکي زیاته کړه چې دوی به د هیڅ ډول کورنیو یا بهرنیو فشارونو پر وړاندې سر ټیټ نه کړي او خپل ایماني غرور به تر پښو لاندې نه کړي . دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې پر طالبانو د بشري حقونو او مدني آزادیو د رعایتولو لپاره نړیوال فشارونه مخ په زیاتیدو دي .
د خوست د والي خبرې د طالبانو په لیکو کې د هغه سخت دریځ استازیتوب کوي چې د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته غاړه نه ږدي . خو منتقدین وايي چې دا ډول سیاستونه یوازې د افغانستان د لا زیاتې انزوا او د خلکو د حقونو د ضایع کیدو لامل شوي دي .