د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو سره د مبارزې دفتر اعلان وکړ چې ایټالیا په هرات او ننګرهار کې میرمنو او ځوانانو ته د قانوني کاري فرصتونو د برابرولو لپاره یو میلیون یورو مرسته کړې ده .

دا پروژه به شاوخوا ۷ زره کسان تر پوښښ لاندې راولي ترڅو د کوکنارو له کښت څخه لاس واخلي .


د دې مرستې اصلي موخه په هرات کې د زعفرانو او په ننګرهار کې د ګلابو د کښت ترویج دی چې د نشه يي توکو پر ځای یو ښه بدیل ګڼل کیږي . دا پروګرام په ځانګړې توګه پر هغو زیان منونکو کورنیو تمرکز کوي چې سرپرستي یې میرمنې کوي .
د دې پروژې د دویم پړاو په پلي کیدو سره تمه کیږي چې د زرګونو کورنیو اقتصادي وضعیت ښه شي . دا د نشه يي توکو پر اقتصاد د تکیې د کمولو او په اوسنیو سختو شرایطو کې د میرمنو د ملاتړ لپاره یو مهم ګام دی .

افغانستان #ایټالیا #ملګريملتونه #مرسته #افغانمیرمنې #بدیل_کښت #زعفران #هرات #ننګرهار #اقتصاد

Author