د غور ولایت د تولک ولسوالۍ اوسیدونکي او دکانداران وايي چې د سختې بې وزلۍ له امله بازارونه لویدلي او ورځنی عاید یې آن ۵۰ افغانیو ته راټیټ شوی دی .

ډیری خلک د لومړنیو خوراکي توکو د پیرلو وس نلري او یوازې د ژوندي پاتې کیدو هڅه کوي .


ایران ته د کارګرۍ د لارو بندیدل هم د دې سیمې پر اقتصاد دروند ګوزار کړی دی .

هغه ځوانان چې پخوا به د کار لپاره ایران ته تلل، اوس بیکاره دي او د ویزې د اخیستلو یا د کورنۍ د لګښتونو پوره کولو وس نلري .
دکانداران وايي که څه سودا هم وکړي، ګټه یې ډیره کمه ده او د ژوند ګذاره پرې نه کیږي . دا بحراني وضعیت د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د اقتصادي فاجعې ژوروالی ښيي چې عاجلې پاملرنې ته اړتیا لري .

غور #تولک #بېوزلي #اقتصاد #بیکاري #مهاجرت #ایران #ګراني #بازار #سیمهییز_خبرونه

Author