د جرمني صدراعظم فردریش مرتس هند ته د سفر پر مهال، له لاریون کوونکو سره د ایران د امنیتي ځواکونو چلند “وحشیانه” توصیف کړ او هغه یې د حکومت د کمزورۍ نښه وبلله .

هغه له ایراني چارواکو وغوښتل چې د خلکو پر وړاندې تاوتریخوالی سمدستي ودروي .


په ورته وخت کې، په اروپا کې د ترهګرو ډلو په لیست کې د سپاه پاسداران د شاملولو لپاره سیاسي فشارونه زیات شوي دي .

تر دې مخکې د فرانسې ولسمشر هم د ځپلو د بندیدو غوښتنه کړې وه، په داسې حال کې چې په ایران کې سراسري لاریونونه دویمې اونۍ ته داخل شوي دي .
د راپورونو له مخې، په دې لاریونونو کې چې لومړی د اقتصادي شعارونو سره پیل شول او بیا یې سیاسي بڼه غوره کړه، تر ۵۰۰ ډیر کسان وژل شوي دي . د جرمني چارواکو سخت دریځ د ایران د تحولاتو په اړه د اروپا د تګلارې بدلون ښيي .

جرمني #ایران #لاریونونه #بشريحقونه #ځپل #فردریشمرتس #سپاهپاسداران #اروپا #بهرنیسیاست #نړیوال_خبرونه