د افغانستان د ملي بسیج جبهې رهبري شورا د خپل سیاسي او پوځي جوړښت د پیاوړتیا لپاره نوي کسان په کلیدي دندو ګمارلي دي.
دا ستراتیژیکه پرېکړه د طالبانو ډلې پر وړاندې د اغېزناکې مبارزې او په هېواد کې د ثبات او امنیت د ټینګښت په موخه شوې ده.
د دې اعلامیې له مخې، جاوید احمد کارګر د سیاسي رئیس او جنرال شمس وفادار د کشف او استخباراتو د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.
همدارنګه انجنیر احمد سهیل پرتو د اجرائیه ریاست مرستیال او عبدالله نواب زاده د بهرنیو اړیکو د رئیس په توګه مسوولیتونه پر غاړه اخیستي دي.
یادې جبهې هیله ښودلې چې د پخوانیو دولتي چارواکو له مسلکي تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره به د ازادۍ او عدالت لپاره عملي ګامونه پورته کړي. مشرتابه د ترهګرۍ پر وړاندې د درېدو او د افغانانو د حقونو او ازادیو د دفاع په برخه کې پر خپلې کلکې ژمنې ټینګار کړی دی.