په پکتیا کې د طالبانو امنیه قومندانۍ له خپلو ځواکونو څخه د سمارټ فونونو یا ځیرکو موبایلونو د ټولولو لړۍ پیل کړې ده.

دا کار د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده د مستقیم امر پر بنسټ او د «فساد د مخنیوي» لپاره ترسره کیږي.


امنیتي چارواکي وایي چې په پوستو او نظامي واحدونو کې د ځیرکو موبایلونو کارول منع شوي دي ترڅو د امنیتي ګواښونو مخه ونیول شي.

تر دې مخکې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر هم سمارټ فون «دښمن» بللی و.


سرچینې وایي چې د طالبانو مشر له انټرنیټ او ټولنیزو رسنیو سره سخت مخالف دی. دا محدودیتونه د طالبانو په لیکو کې د معلوماتو د کنټرول او پر خپلو ځواکونو د څارنې یوه هڅه ګڼل کیږي.

افغانستان #طالبان #پکتیا #سمارټفون #امنیت #هبتالله #سانسور #ټیکنالوژي #محدودیت

Author