د اسراییل ۱۴ تلویزیوني چینل ادعا کړې چې “بهرني عوامل” ایراني لاریون کوونکي وسله وال کوي، چې له امله یې سلګونه امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

دا راپور له جزییاتو پرته په داسې حال کې خپور شوی چې ایراني چارواکي هم ادعا کوي چې لاریون کوونکي روزل شوي دي.


له بلې خوا، رویترز د یو نامعلوم ایراني چارواکي له خولې راپور ورکړی چې په لاریونونو کې شاوخوا دوه زره کسان وژل شوي او حکومت “ترهګر” د دې تاوتریخوالي عاملین بولي.

نن په ایران کې د شاوخوا ۱۰۰ امنیتي سرتیرو جنازې وشوې.


اسراییلي رسنۍ همدارنګه اټکل کړی چې ډونالډ ټرمپ ممکن ژر پر ایران د برید امر ورکړي.

د راپور له مخې، د لاریون کوونکو د مرګ ژوبلې خپاره شوي انځورونه پر امریکایي ولسمشر فشار زیاتوي او د هغه غوراوي محدودوي.

ایران #اسراییل #لاریونونه #مرګژوبله #رویترز #ډونالډټرمپ #منځنیختیځ #امنیت #نړیوالخبرونه #سیاسي_بحران

Author