طالبانو اعلان کړی چې د کابل په دارالامان غرونو کې یو ځانګړی تونل جوړوي چې ۳۰ سلنه کار یې بشپړ شوی دی.
د طالبانو د حج او اوقافو وزیر د دې پروژې موخه د زړو قرآنونو او سپیڅلو پاڼو ساتنه بللې ده.
دا پروژه چې د طالبانو د دفاع وزارت تر څارنې لاندې په ۲۴ ساعته توګه پرمخ ځي، د هبت الله اخوندزاده د ځانګړي امر یوه برخه ده.
تر دې مخکې په کندهار او هلمند کې هم د ورته تونلونو د جوړیدو راپورونه ورکړل شوي وو.
د طالبانو د مذهبي ادعا سره سره، ځینې ګمانونه دا دي چې دا تونلونه کیدای شي د پناه ځایونو په څیر نورې کارونې ولري. په دې پروژه کې د پرمختللو پوځي ماشینریو کارول، د څارونکو پام ځانته اړولی دی .