په هرات کې د طالبانو د ترافیکو مدیریت په دغه ښار کې د درې څرخي زرنجونو په تګ راتګ د بندیز د لیرې کیدو اوازې رد کړې.
د ترافیکو مدیر شیراحمد حجازي ټینګار وکړ چې پخواني محدودیتونه لا هم پر ځای دي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي .
تر دې مخکې ځینو سیمه ییزو سرچینو راپور ورکړی و چې د زرنجونو تګ راتګ ازاد شوی، خو چارواکي وایي چې دغه وسایط لا هم عمومي او فرعي سړکونو ته د ننوتلو اجازه نه لري.
دا پریکړه د روانې میاشتې له نیمایي راهیسې پلې شوې ده .
د زرنج چلوونکي چې ډیری یې د ټولنې بې وزله خلک دي، وایي چې دې بندیز د دوی د روزۍ یوازینۍ وسیله له منځه وړې او دوی یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي. دوی له طالبانو غواړي چې په دې سختې پریکړې له سره غور وکړي .
#هرات #زرنج #ترافیک #طالبان #اقتصاد #بندیز #سیمهییزخبرونه #افغانستان