د هند مشهور موسیقار ای آر رحمان د “راماینا” نوي فلم لپاره د موسیقۍ جوړولو په اړه خبرې کړې دي.

هغه چې یو مسلمان دی، وايي په برهمن ښوونځي کې یې زده کړې کړي او د راماینا او مهاباراتا په څېر د حماسي کیسو ارزښتونه په ښه توګه درک کوي.

رحمان ټینګار وکړ چې د اسلام پیغمبر ویلي علم ارزښتناک دی، که له هر ځای څخه وي.


دا لویه پروژه چې ټاکل شوې د ۲۰۲۶ کال په وروستیو کې خپره شي، د رحمان او نامتو یهودي موسیقار هانس زیمر ګډ کار دی.

رحمان دا همکاري د یووالي نښه ګڼي او وايي: “هانس یهودي دی، زه مسلمان یم او راماینا یو هندو متن دی.” هغه هیله لري چې دا اثر به له هند څخه ټولې نړۍ ته یو پیغام وي.


رحمان همدا راز وویل چې د دې کار لپاره یې باید ځینې پخواني عادتونه پرېښي وای څو یو تلپاتې اثر جوړ کړي.

هغه د ډاکټر کومار ویشواس په مرسته په سانسکریت او هندي متنونو کار کوي څو د دې حماسي فلم موسیقي هم اصلي وي او هم د نړیوالو لیدونکو لپاره په زړه پورې وي.

ایآررحمان #راماینا #هانسزیمر #هنديسینما #دفلمموسیقي #مذهبيیووالی #بالیوود #نویفلم #رنبیر_کپور

Author