پیژندل شوي دیني عالم ولي الله لبیب د یوې ویډیو په خپرولو سره په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو وروستی اقدام په کلکه غندلی دی.
وسله والو محتسبینو په دې وروستیو کې د محصلینو د فراغت غونډې ته په ننوتلو سره د هغوی نکتایي ګانې پرې کړې وې.
ښاغلي لبیب دا چلند د وحشت خپرول او “لویه ګناه” بللې ده .
دغه دیني عالم ټینګار کړی چې د محتسبینو کړنې د وګړو پر شخصي حریم ښکاره تیری دی او د دې ادارې دیني اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.
له محصلینو سره د محتسبینو د چلند ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه پارولي او کاروونکو هغه سپکاوی بللی دی .
هېوادوال وايي چې د اساسي ستونزو د حل پر ځای د خلکو پر ظاهر او جامو تمرکز، د خلکو او سرپرست حکومت ترمنځ واټن نور هم زیاتوي. دې پېښې یو ځل بیا د محتسبینو د صلاحیتونو او له خلکو سره د هغوی د چلند په اړه بحثونه راپارولي دي .