د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیې کوفي د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د هغې غوښتنې هرکلی کړی چې غواړي “جنسیتي اپارتاید” د بشریت ضد جرمونو کې شامل کړي. هغې غوښتنه کړې چې د افغان میرمنو غږ باید په دې پروسه کې واوریدل شي .
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي چې د قربانیانو له ګډون پرته د دې معاهدې تدوین ناممکن دی. دوی افغانستان د ښځو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض یوه روښانه بیلګه بللې او د جدي حقوقي ځواب غوښتنه یې کړې ده .
میرمن کوفي ټینګار کړی چې د بشري حقونو د نقض قربانیان باید په مذاکراتو کې مرکزي رول ولري. دا ګام د طالبانو لخوا پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو د مخنیوي لپاره یو مهم اقدام ګڼل کیږي .