تېره ورځ د کابل په شهرنو کې د چینایانو په یوه رستورانت کې زوروره چاودنه وشوه چې له امله یې لږ تر لږه اووه کسان ووژل شول او تر ۲۰ ډېر ټپیان دي. ایمرجنسي روغتون د یو شمېر ټپیانو روغتیایی حالت نازک ښودلی دی.
که څه هم د طالبانو ډلې مطبوعاتي او سایبري مسؤلینو هڅه وکړه چې دغه پېښه د ګاز ډبې چاودنه وښيي، خو عیني شاهدان وايي چې چاودنه خورا زوروره وه. خلک د طالبانو پر دې روایت باور نه لري او دا د حقایقو پټول بولي.
دغه برید یو ځل بیا د طالبانو هغه ادعاوې ناسمې ثابتې کړې چې وايي امنیت یې ټینګ کړی دی. په افغانستان کې د چینایي اتباعو او ګټو په نښه کول د دې ښکارندویي کوي چې په پلازمېنه کې لا هم جدي امنیتي ګواښونه شتون لري.

کابل #شهرنو #چاودنه #طالبان #چین #امنیت #پټول #ایمرجنسي_روغتون #افغانستان #تروریزم

Author