د رنبیر کپور او عالیه بهټ د نوي فلم «لވ اینډ وار» (مینه او جګړه) ځینې عکسونه له صحنې څخه غلا شوي او په انټرنیټ کې خپاره شوي دي. په دې عکسونو کې رنبیر او عالیه په زړو کالیو او سټایل کې لیدل کیږي. خو د خلکو پام د عالیه بهټ مصنوعي ویښتانو (ویګ) ته اوښتی او ډیرې نیوکې یې پرې کړې دي.
په ټولنیزو رسنیو کې خلک وایي چې د عالیه ویښتان ډیر مصنوعي ښکاري او د هغې له مخ سره نه جوړیږي. ځینو خو دا هم ویلي چې دا عکسونه د فلم جوړونکو لخوا په قصدي ډول خپاره شوي ترڅو د خلکو پام ځانته راواړوي. دا په داسې حال کې ده چې د فلم د ځنډیدو اوازې رد شوې دي.
دا فلم د سنجي لیلا بنسالي لخوا جوړیږي او خلک ورته ډیر په تمه دي. سره له دې چې په جامو او سینګار نیوکې شتون لري، خو مینوال غواړي دا مشهوره جوړه یو ځل بیا په پرده وویني. تر اوسه د فلم د خپریدو کره نیټه نه ده معلومه شوې.