د پاکستان صدراعظم شهباز شریف له طالبانو غوښتي چې د وسله والو ډلو پر وړاندې په اقدام کولو سره د افغانستان په خلکو رحم وکړي. هغه د سوداګریزو لارو بندیدو ته په اشاره وویل چې دا وضعیت عامو خلکو او د دواړو هیوادونو اقتصاد ته زیان رسوي .
شریف ادعا وکړه چې له طالبانو سره ټولې خبرې بې پایلې وې او کابل د “ټي ټي پي” پر وړاندې د اقدام په برخه کې د اسلام آباد غوښتنې نه دي منلي. هغه ټینګار وکړ چې د پولې امنیت او سوداګري یو له بل سره تړلي دي . د پاکستان صدراعظم زیاته کړه چې هیواد یې د لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه و، خو اوس پریکړه د طالبانو په لاس کې ده.
دا څرګندونې د امنیتي او سرحدي ستونزو پر سر د دواړو هیوادونو ترمنځ ژور اختلافات په ډاګه کوي .