نیکولای برلف، د پخواني شوروي د «الفا» ځانګړې قطعه یو وتلی غړی چې د افغانستان په خونړي تاریخ کې یې رول درلود، د ۸۵ کلونو په عمر مړ شو. هغه په ۱۹۷۹ زیږدیز کال (۱۳۵۸ لمریز) کې پر تاج بیک ماڼۍ د مشهور برید په عملیاتو کې ګډون درلود؛ هغه عملیات چې د حفیظ الله امین د نسکوریدو او وژل کیدو لامل شول او د سرو لښکرو لخوا د افغانستان د لس کلن اشغال پیلامه وه .
برلف چې د نورو کمانډوګانو په پرتله د پاخه عمر له امله په «پیر برلف» یا سپین ږیري برلف مشهور و، په ۳۴ کلنۍ کې له دې ترهګرۍ ضد قطعې سره یوځای شو. هغه د کابل له ماموریت مخکې، د سړې جګړې په نورو مهمو عملیاتو کې، لکه په زوریخ کې د لوئیس کوروالان او ولادیمیر بوکوفسکي په تبادله کې هم رول درلود. د هغه مړینه د افغانستان په معاصر تاریخ کې د یوه تیاره فصل یادونه کوي چې له کودتا او بهرنۍ لاسوهنې سره تړلی دی .
ریانووستي خبري اژانس راپور ورکړی چې برلف د الفا قطعې د پخوانیو سرتیرو د ټولنې له بنسټګرو څخه و او ګڼ پوځي نښانونه یې ترلاسه کړي وو. د «ګروم» په عملیاتو او د افغانستان د هغه وخت د ولسمشر پر استوګنځي برید کې د هغه شتون، د نوموړي نوم د شوروي د جګړو په تاریخ کې ثبت کړ. هغه د هغه نسل نښه وه چې د افغانستان په خاوره کې یې د کرملین پراختیا غوښتونکي سیاستونه پلې کول .
#شوروي #افغانستان #د_افغانستان_تاریخ #تاج_بیک_ماڼۍ #کودتا #حفیظ_الله_امین #کې_جي_بي #سړه_جګړه