د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د طالبانو د محکمو پر نویو اصولو سختې نیوکې وکړې.

هغه وویل چې د طالبانو قضايي کړنې د داعش له ظلمونو او پر افغانستان د شوروي له یرغل څخه هم بدتره دي او له اسلامي او انساني معیارونو سره اړخ نه لګوي.


نوموړي خبرداری ورکړ چې دا قوانین یوازې تاوتریخوالي او تبعیض ته قانوني بڼه ورکوي او د خلکو انساني کرامت تر پښو لاندې کوي. د مسعود په وینا، د طالبانو اوسنۍ پالیسۍ افغانستان د تیاره راتلونکي او شاتګ پر لور بیايي.


د مقاومت جبهې مشر ټینګار وکړ چې د دې اصولو محتوا هېڅ حقوقي بنسټ نه لري. دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د طالبانو د سخت دریځه قضايي سیستم په اړه نړیوالې اندیښنې مخ په زیاتیدو دي .

احمدمسعود #مقاومتجبهه #طالبان #عدالت #بشري_حقونه #افغانستان #سیاست #داعش #کابل #قانون

Author