د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه تازه اقدام کې په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ د ټولو بنسټونو جوازونه لغوه کړل او یوازې دریو ادارو ته یې د فعالیت اجازه ورکړه.
یاد وزارت ادعا کوي چې لغوه شوي بنسټونه د خبریالانو د ستونزو د حل پر ځای د لا زیاتو ننګونو لامل شوي وو.
طالب چارواکو د هغو دریو تایید شویو بنسټونو نومونه نه دي اخیستي، خو ویلي یې دي چې دا پریکړه د خبریالانو په نوم د سوء استفادې د مخنیوي لپاره شوې ده.
دا ګام د هیواد پر مطبوعاتي فضا نور محدودیتونه هم زیاتوي.
پر ډیری لغوه شویو بنسټونو د غیر فعال اوسیدو تور لګول شوی دی. دا پریکړه د دوشنبې په ورځ د دلوې په شپږمه اعلان شوه او د افغانستان په خبري ټولنه کې یې نوې اندیښنې راپارولي دي .