په هرات ولایت کې یو شمېر ښځې شکایت کوي، چې د حکومت له خوا د ټاکل شوي حجاب د بشپړ مراعاتولو سره سره بیا هم د محتسبینو له خوا ځورول کیږي. راپورونه وايي چې نجونې او ښځې په عامه ځایونو کې نیول کیږي او په ښار کې د ویرې فضا خپره شوې ده .
دغه میرمنې وايي چې په تیرو څلورو کلونو کې یې خپل ټول فردي او ټولنیزې ازادۍ له لاسه ورکړې دي. په تګ راتګ د محدودیتونو زیاتوالی او خپل سري نیول، د افغانستان په لویدیځ کې د ښځو ژوند سخت کړی دی، ان تر دې چې د حکومت لخوا ټاکل شوې جامې هم اغوندي .

ښځې #هرات #بشري_حقونه #حجاب #نیول #طالبان #افغانستان #ازادي #ظلم #میرمنې

Author