مدني فعالې وسیمې کوهستانۍ د ایران د حکومت لخوا د افغان ځوانانو او پخوانیو پوځیانو د اجباري ایستلو وروستي اقدامات «د شرم وړ» بللي دي. هغه وايي هره ورځ زرګونه کسان له ایران څخه ایستل کیږي او په پوله مستقیم طالب ځواکونو ته سپارل کیږي چې ژوند یې له سخت خطر سره مخ کوي .
د دې فعالې په وینا، طالبان ډیری دغه کسان په مختلفو پلمو نیسي او شکنجه کوي یا یې وژني. د بشري حقونو بنسټونو په وار وار افغانستان ته د ستنیدونکو پخوانیو پوځیانو د برخلیک په اړه خبرداری ورکړی، خو د اجباري ایستلو لړۍ لا هم په چټکۍ سره روانه ده .