د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د داعش د شتون په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اندېښنې «بې اساسه» بللې دي. هغه د دغو راپورونو په غبرګون کې ادعا وکړه چې داعش په افغانستان کې له ماتې وروسته اوس په ګاونډیو هېوادونو کې ځالې جوړې کړې او د افغانستان له خاورې چاته ګواښ نه پېښوي .
مجاهد زیاته کړه چې د دا ډول اندېښنو د مطرح کېدو لامل د ملګرو ملتونو په غونډو کې د طالبانو د استازي نشتون دی چې حقایق بیان کړي. دا په داسې حال کې ده چې د سیمې او نړۍ هېوادونو تل د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه اندېښنه ښودلې ده .