د سیمه ییزې خبریالې ناظره رشیدي خپلوانو تایید کړې چې نوموړې د یوې مودې بند تیرولو وروسته د طالبانو له زندانه خوشې شوې ده. میرمن رشیدي شاوخوا یوه میاشت وړاندې په کندز ولایت کې د طالبانو لخوا نیول شوې وه او د هغې د وضعیت په اړه ډیرې اندیښنې موجودې وې.
د طالبانو سیمه ییزو چارواکو مخکې ادعا کړې وه چې د دې خبریالې نیول د یوې “جنایي پیښې” په تړاو ترسره شوي، هغه ادعا چې تل د رسنیو د بنسټونو لخوا د شک په سترګه ورته کتل کیږي. د هغې نیول کیدل د خبریالانو د ملاتړ ادارو او نړیوالو سازمانونو له سختو نیوکو سره مخ شوي وو.
د میرمن رشیدي خوشې کیدل په داسې حال کې ترسره کیږي چې په افغانستان کې پر ښځو او رسنیزو فعالانو فشارونه دوام لري. تر اوسه د هغې د خوشې کیدو د شرایطو او د بند وروسته د هغې د روغتیایی وضعیت په اړه دقیق جزییات ندي خپاره شوي.