د بدخشان ولایت له شهر بزرګ ولسوالۍ څخه سرچینې وايي چې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ د سرو زرو پر کان له نښتې وروسته، ځايي خلکو ته د کار اجازه نه ورکول کیږي. دا نښته د «اوایز» په سیمه کې د بدخشان د والي د وسله والو او سیمه ییزو طالبانو ترمنځ شوې ده .
ځايي اوسېدونکي وايي، که څه هم د طالبانو د کانونو وزارت په خپله لایحه کې د سیمې خلکو ته د کار لومړیتوب ورکړی، خو اوس دوی له کاره منع شوي دي. هغه کسان چې د نښتې پر مهال د څو ساعتونو لپاره نیول شوي وو، وايي چې طالبان یې د زرشويي او کان کیندنې مخه نیسي .
د دې شخړې له امله د سیمې د سلګونو کسانو روزګار په ټپه درېدلی دی. سرچینې وايي چې طالبان د کانونو پر عوایدو د کنټرول پر سر پخپلو کې سره ښکېل دي، خو زیان یې عامو خلکو ته رسیږي چې د یوې ګولې ډوډۍ لپاره په دغو کانونو کې سخت کار کوي .