د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند نن د کابل – بګرام د سړک د جوړولو چارې پرانیستې. هغه وویل چې د دې لویې لارې په بشپړېدو سره به په سیمه کې اقتصادي فعالیتونه ډېر شي او سوداګرو ته به اسانتیاوې برابرې شي.
ملا برادر زیاته کړه چې د دې سړک په اوږدو کې ګڼې فابریکې او کارخونې شتون لري. د دې پروژې په بشپړېدو سره به سوداګري پراخه شي، ټرانسپورت به اسانه شي او پانګونې ته به نوې زمینه برابره شي.
دا پروژه د کابل او بګرام ترمنځ د نښلولو او د صنعتي سیمو د ودې لپاره مهمه ګڼل کېږي. چارواکي هیله لري چې د دې سړک رغول به د خامو موادو او سوداګریزو توکو په لېږد رالېږد کې شته ستونزې حل کړي.

افغانستان #کابل #بګرام #ملا_برادر #اقتصاد #پرمختګ #سړک #خبرونه #پښتو #پانګونه

Author