د ازبکستان رسنیو راپور ورکړی چې په سمرقند کې یو سړی د ماشومانو لپاره د غیرقانوني دیني زده کړو په تور نیول شوی دی. چارواکي وايي دغه کس له جواز پرته په پټه توګه اوو ماشومانو ته دیني درس ورکاوه.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت څه موده مخکې اعلان وکړ چې ازبکستان د بلخ په مزارشریف کې په شپږ میلیونه ډالرو یوه لویه مدرسه جوړوي. د طالبانو مرستیال عبدالغني برادر هم د دې پروژې لیدنه کړې وه.
د ازبکستان دا دوه مخی سیاست د پام وړ دی؛ دوی په خپل هېواد کې دیني زده کړې سخت کنټرولوي او خلک نیسي، خو په افغانستان کې د لویو دیني مدرسو په جوړولو کې مالي مرسته کوي.