د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو د دویم پړاو په درشل کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي حمید قنبري ویلي، هره اټومي هوکړه باید ایران ته چټکې او ډاډمنې اقتصادي ګټې ولري. هغه د ۲۰۱۵ کال د هوکړې ناکامۍ ته په اشاره ټینګار وکړ چې د تېلو، ګازو او الوتکو په برخه کې ګډه پانګونه باید د نوې هوکړې برخه وي.
دا خبرې اترې د عمان په منځګړیتوب په داسې حال کې ترسره کېږي چې په سیمه کې پوځي تاوتریخوالی خورا زیات دی. امریکا سیمې ته خپله الوتکې وړونکې کښتۍ استولې او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ګواښ کړی چې که څه هم ټرمپ ډیپلوماسي غوره ګڼي، خو پوځي غوراوي ته هم چمتووالی شته.
ایران په ورته وخت کې ضد او نقیض پیغامونه ورکوي؛ له یوې خوا د امریکا پر اډو د برید ګواښ کوي او له بلې خوا د بندیزونو د لیرې کولو په بدل کې د یورانیمو د غلظت کمولو ته چمتووالی ښيي. ټاکل شوې چې د دواړو لوریو پلاوي ژر په جینیوا کې مهمې لیدنې وکړي ترڅو د یوې لویې جګړې مخه ونیول شي.

ایران #امریکا #اټوميخبرې #بندیزونه #اقتصاد #ډیپلوماسي #منځنیختیځ #سیاست

Author