د افغانستان د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټې مشر داوود ناجي د شوروي ځواکونو د وتلو د کلیزې په مناسبت په هېواد کې له تاریخ سره پر چلند کلکه نیوکه وکړه. هغه وویل هغه ملتونه چې یوازې خپل تېر تاریخ “تجلیلوي” کوم ځای ته نه رسیږي، بلکې پرمختګ د هغو خلکو دی چې تاریخ “تحلیلوي” او درس ترې اخلي.
ښاغلي ناجي د افغانستان اوسني فقر ته په اشاره وویل چې موږ د برتانیا او شوروي د ماتولو ادعا کوو او جشنونه نیسو، خو هغوی پرمختګ وکړ او موږ لا هم سوالګر پاتې یو. هغه ټینګار وکړ چې په ډبرین قوانینو، درو او صحرایي محکمو هېواد نه اداره کیږي او اخلاقي نصیحت د عصري قانون ځای نشي نیولی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې طالبانو د شوروي د وتلو ورځ عمومي رخصتي اعلان کړې وه. ناجي دې ته اشاره وکړه چې طالبان نن ورځ د خپلو شعارونو سره سره، له هغې روسیې سره د اړیکو ټینګولو ته لیواله دي چې د ماتې جشن یې نیسي.

داوودناجي #افغانتاریخ #شوروي #سیاست #پرمختګ #فقر #تحلیل #افغانستان #کابل

Author