د امریکا نامتو او د اسکار جایزې ګټونکي لوبغاړي، رابرت دوال په ۹۵ کلنۍ کې له نړۍ سترګې پټې کړې. د هغه میرمن په فیسبوک کې په یوه پیغام کې اعلان وکړ چې د سینما دا ستوری د یکشنبې په ورځ په ارامۍ سره مړ شو. دوال ډیر د “ګاډ فادر” په شاهکار فلم کې د کورلیون مافیایي کورنۍ د وکیل “ټام هیګن” د رول لوبولو له امله پیژندل کیده.
دوال په خپل بډایه هنري ژوند کې په ماندګارو فلمونو لکه “اوس اخرالزمان” او “د ټوکیل ا موکینګ برډ” کې رول لوبولی او په خپلو پیاوړو لوبو سره یې د منتقدینو ستاینه ترلاسه کړې وه. هغه په ۱۹۸۴ کال کې د “نرمې مهربانۍ” فلم کې د لوبې لپاره د غوره نارینه لوبغاړي د اسکار جایزه وګټله.
پر لوبغاړۍ سربیره، دوال د لارښوونې یا ډایرکټرۍ په ډګر کې هم فعال و او د “رسول” په څیر فلمونه یې جوړ کړل. میرمن یې د هغه په ویر کې لیکلي چې باب به خپل ټول وجود خپلو رولونو ته وقف کاوه ترڅو د انسان د روح حقیقت نندارې ته وړاندې کړي. د هغه مړینه د هالیوډ کلاسیکې سینما لپاره د یوې طلایی دورې پای ګڼل کیږي.

رابرتدوال #سینما #هالیوډ #ګاډفادر #اسکار #لوبغاړی #فلم #مړینه #هنر #خبرونه #فرهنګ

Author