د بالیوود مشهور کمیدین، راجپال یادو ته د ډیلي سترې محکمې لخوا د ۹ کروړه روپیو چک باونس په قضیه کې مؤقت ضمانت ورکړل شو. نوموړی چې د فبروري په ۵مه نېټه زندان ته تللی و، د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۸مې نېټې پورې د خپلې ورېرې په واده کې د ګډون لپاره ازاد شوی دی.
د راجپال مدیر، ګولډي د خوښۍ په څرګندولو سره وویل چې دا د دوی لپاره د خوښۍ ورځ ده. محکمې یادونه وکړه چې یادو د پور د خلاصون لپاره ۱.۵ کروړه روپۍ جمع کړي دي، چې د اړوند شرکت وکیل لخوا تایید شوي دي.
ټاکل شوې ده چې نوموړی به په یوه یا دوو ورځو کې یو خبري کنفرانس هم ونیسي. راجپال یادو په ۲۰۱۰ کال کې د یو فلم جوړولو لپاره پور اخیستی و، چې اوس یې د بالیوود ځینې ستوري هم مالي ملاتړ کوي.