د کډوالو ملاتړي بنسټ “افغان ایواک” امریکایی چارواکو ته په یوه رسمي لیک کې د پخوانیو افغان همکارانو د لیږد پروسې د ځنډ په اړه ژوره اندیښنه ښودلې ده. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د امریکا حکومت لا تر اوسه خپلې ژمنې نه دي ارزولي، چې له امله یې زرګونه کورنۍ په ناڅرګند حالت کې پاتې دي .
په دغه لیک کې د ویزو په صادرولو کې ځنډ، د “ښه راغلاست” پروګرام ځنډیدل او د کډوالۍ دوسیو نامعلوم برخلیک ته اشاره شوې ده. افغان ایواک ټینګار کړی چې دا ځنډونه د افغان همکارانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي او د امریکا اخلاقي اعتبار او ملي امنیت تر پوښتنې لاندې راولي .
د وروستیو پیښو او د پالیسیو بدلون وروسته، امریکایی حکومت په افغان کډوالو سخت بندیزونه لګولي دي. که څه هم په لسګونو زره کسان د بیا میشتیدنې وړ دي، خو ډیری یې اوس د نامعلوم راتلونکي او خطرناک وضعیت سره مخ دي .

کډوال #افغانکډوال #افغانایواک #امریکا #ویزه #بیامیشتیدنه #بشریحقونه #افغانستان #SIV #پښتو_تازې

Author