د مقاومت جبهې یوه قوماندان حسیب پنجشیري له طالبانو سره د پخوانیو نښتو د ویډیو په خپرولو سره، پر وسله والې مبارزې ټینګار کړی دی. هغه په خپل پیغام کې ویلي چې “د شهیدانو ارمان به ډیر ژر یا وروسته پوره کیږي” .
په دې ویډیو کې په غرنیو سیمو کې د جګړې او ځواکونو د لیږد انځورونه لیدل کیږي چې احتمالاً د هیواد په شمال ختیځ پورې اړه لري. که څه هم د انځورونو کره وخت معلوم نه دی، خو خپریدل یې د دې جبهې د فعالیت د دوام پیغام لري .
طالبان تل ادعا کوي چې په افغانستان بشپړ کنټرول لري او د وسله والو مخالفینو فعالیتونه ردوي. تر اوسه د طالبانو رسمي چارواکو دې نوې ویډیو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی .