په تهران کې د هند سفارت د ۱۴۰۴ کال د کب په ۴مه (د ۲۰۲۶ کال د فبروري ۲۳مه) یوه بیړنۍ خبرتیا خپره کړه او له خپلو ټولو وګړو یې وغوښتل چې ایران پریږدي. سفارت د دې پرېکړې لامل په ایران کې “بدلېدونکی وضعیت” بللی او له هندي محصلینو، زیارت کوونکو او سوداګرو یې غوښتي چې له سوداګریزو الوتنو ګټه واخلي .
په دې خبرتیا کې له هندي وګړو غوښتل شوي چې ډېر احتیاط وکړي، د لاریونونو له سیمو لرې پاتې شي او له سفارت سره په اړیکه کې وي. د هغو کسانو لپاره چې د سفر اسناد یې چمتو نه دي، د مرستې لپاره بیړنۍ شمېرې هم اعلان شوې دي .
د هند سفارت ټینګار کړی چې هغه وګړي چې لا یې نوم لیکنه نه ده کړې، باید خپل معلومات د بهرنیو چارو وزارت په انلاین سیسټم کې ثبت کړي. که په ایران کې انټرنیټ پرې وي، د هغوی کورنۍ په هند کې کولای شي دا نوم لیکنه ترسره کړي ترڅو د خپلو خپلوانو امنیت خوندي کړي .