د نړۍ اوو صنعتي هېوادونو (G7) مشرانو د اوکراین د جګړې د پیل د څلورمې کلیزې په مناسبت په یوه بیان کې یو ځل بیا د دغه هېواد له حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه خپل کلک ملاتړ اعلان کړ. دغې ډلې د فبرورۍ په ۲۴مه وویل چې یوازې په ښه نیت د سولې خبرې کولی شي دغې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدي .
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون روانه جګړه د پوځي، اقتصادي او ستراتیژیک پلوه د روسیې «درې ګونې ماتې» بللې ده. په ورته وخت کې، د «رضاکارانو ایتلاف» تر ۳۰ ډېرو ولسمشرانو له مسکو وغوښتل چې بشپړ او بې قید او شرطه اوربند ومني او د سولې جدي خبرو ته داخل شي .
بریتانیا، فرانسې او جرمني هم یوې عادلانه او تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره خپله ژمنه تکرار کړه. که څه هم په لنډ مهال کې سولې ته د رسېدو په اړه شکونه شته، خو لوېدیځ مشران ټینګار کوي چې له اوکراین څخه دوامدار ملاتړ او پر روسیې فشار راوړل د دې ویجاړونکې جګړې د پای ته رسولو لپاره اړین دي .

جي۷ #اوکراین #روسیه #داوکراینجګړه #ایمانویلمکرون #سوله #نړیوالسیاست #اروپا #G7 #پوځيملاتړ