د امریکا د استخباراتي ادارې (سي ا ی اې) یو لوړپوړي تقاعد شوي چارواکي جو زکس خبرداری ورکړی چې د القاعدې شبکه په ایران او افغانستان کې له کوم محدودیت پرته فعالیت کوي او د دې ډلې مشر سیف العدل په تهران کې د سپاه پاسداران تر ساتنې لاندې دی. هغه ټینګار کړی چې امریکا باید پر طالبانو او د ایران پر حکومت فشارونه زیات کړي څو له دې ډلې ملاتړ بند کړي .
دغه امنیتي چارواکي د دوحې تړون ته په اشاره، له القاعدې سره د اړیکو پرې کولو په اړه د طالبانو ژمنې «بې مانا» بللې او په کابل کې یې د ایمن الظواهري پناه ځای ورکول د ژمنو د ماتولو یوه بېلګه یاده کړې ده. زکس همدارنګه د ذبیح الله مجاهد وروستۍ څرګندونې چې ویلي یې و که پر ایران برید وشي طالبان به همکاري وکړي، د دغو ډلو د ژورې ملګرتیا نښه ګڼلې ده .
د راپورونو له مخې، سیف العدل له ملا هبت الله سره په خبرو بوخت دی څو د ایران د حکومت د سقوط په صورت کې د القاعدې د مشرتابه اډه افغانستان ته ولېږدوي. زکس په دې باور دی چې د طالبانو او ایران نړیواله انزوا د امریکا لپاره یو ښه فرصت دی چې د فشارونو په زیاتولو سره دا ترهګرې شبکې کابو کړي .

افغانستان #القاعده #طالبان #ایران #سیفالعدل #سيایاې #مليامنیت #تریزم #جوزکس #ددوحې_تړون

Author