د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمشنر، فولکر تورک، د بشري حقونو شورا په ناسته کې ویلي چې په افغانستان کې باید جنسیتي تبعیض یا “جندر اپارتايد” د بشریت پر وړاندې د جنایت په توګه وپېژندل شي. نوموړي ټینګار وکړ چې د دې وضعیت د پای ته رسولو لپاره قانوني تعریف اړین دی.
ښاغلي تورک زیاته کړه چې د افغان ښځو پر وړاندې روان محدودیتونه د زغملو نه دي او نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي. د هغه په وینا، د اپارتايد جرم ګڼل به د عدالت په ټینګښت کې مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړي چارواکي هیله څرګنده کړه چې نړۍ به د افغان ښځو غږ واوري. د بشري حقونو فعالان هم د دې دریځ هرکلی کوي او د عملي اقداماتو غوښتنه کوي.