په بریتانیا کې یوې نوې علمي څېړنې ښودلې چې د «ټټریس» په نوم کمپیوتري لوبه کولی شي له هغو روغتیايي کارکوونکو سره مرسته وکړي چې له ټروما یا رواني صدمې سره مخ دي. دا څېړنه د NHS پر کارکوونکو چې د کرونا پر مهال یې د زړه بوږنوونکو صحنو شاهدان وو، ترسره شوه او پایلې یې هیله بښونکې وې .
څېړونکو موندلې که یو کس د یوې بدې خاطرې له لنډ یادولو وروسته ۲۰ دقیقې ټټریس لوبه وکړي، نو ذهن ته د هغې خاطرې د ورتګ کچه د پام وړ کمیږي. دا طریقه چې د «تصویر جوړونې سیالې مداخله» نوميږي، په حافظه کې د ټروماتیک تصویر د بشپړ ذخیره کېدو مخه نیسي .
دا ساده او ډیجیټل درملنه کولی شي د اوږد مهاله درملنو یو ښه بدیل وي. پایلو وښودله چې هغو روغتیايي کارکوونکو چې له دې طریقې کار اخیستی، د نورو ډلو په پرتله یې له پېښې وروسته د سټرېس (PTSD) نښې خورا کمې تجربه کړې دي .