د بشري حقونو او ښځو د ملاتړ ۳۳ بنسټونو د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ مشرې، انالنا بئربوک ته په یو پرانیستي لیک کې ویلي چې طالبان په قصدي ډول ښځې له ټولنې حذفوي. دوی دا وضعیت د اوسني عصر تر ټولو ژور بشري ناورین او د “جنسیتي اپارتايد” ښکاره بېلګه بللې ده.
دغه بنسټونه غوښتنه کوي چې له طالبانو سره د تعامل او عادي کولو سیاستونه، په ځانګړي ډول د دوحې بهیر باید ودرول شي. په لیک کې راغلي چې د طالبانو کړنې یو نړیوال جنایت دی او د دې ډلې مشران باید عدالت ته راکش کړل شي.
دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې ټاکل شوې نن ریچارډ بینیټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړي. فعالان وايي چې د نړۍ چوپتیا د بشري حقونو نړیوال اعتبار ته زیان رسوي.