ساینس پوهانو یوه نوې طریقه موندلې چې په کې د سرطان سره د مبارزې لپاره له باکتریاوو کار اخیستل کیږي. دا باکتریاوې کولی شي د اکسیجن پرته چاپیریال کې ژوند وکړي او سرطاني تومورونه له دننه څخه وخوري او له منځه یې یوسي.
اصلي ستونزه دا وه چې دا باکتریاوې به د اکسیجن په لیدو مړې کیدلې، خو پوهانو پکې داسې بدلون راوستی چې اوس مقاومت کولی شي. دا هوښیاره طریقه ډاډ ورکوي چې باکتریا یوازې په تومور کې فعاله وي او روغ بدن ته زیان نه رسوي.
دا ټیکنالوژي اوس تر څیړنې لاندې ده او که بریالۍ شي، د سرطان په درملنه کې به لوی بدلون راولي. دا څیړنه د سرطان ناروغانو لپاره یو نوی امید ګڼل کیږي ترڅو پرته له زیان رسوونکو عملیاتو روغ شي.

سرطان #طب #ساینس #درملنه #باکتریا #روغتیا #نويڅیړنې #تیکنالوژي #پښتوخبرونه #ناروغۍ

Author