د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې په یوه تازه عملیات کې یې د ایران د استخباراتو بېړنی مرکز په نښه کړی دی. د اسراییلي چارواکو په وینا، له دغه مرکز څخه د اسراییلو پر ضد د استخباراتي هڅو د رهبرۍ لپاره کار اخیستل کېده .
د دې ترڅنګ، د اسراییلو پوځ تایید کړې چې د ایران د هوايي ځواک مرکزي قومانده یې هم ویشتلې ده. دا بریدونه د دواړو لورو ترمنځ د مخ په زیاتېدونکي تاوتریخوالي او وروستیو مستقیمو پوځي نښتو یوه برخه ده .
تر اوسه د دې بریدونو د زیانونو یا احتمالي مرګ ژوبلې په اړه کره جزییات نه دي خپاره شوي. دا بریدونه ښيي چې اسراییل د ایران پر کلیدي پوځي او استخباراتي تاسیساتو تمرکز زیات کړی دی .

اسراییل #ایران #جګړه #هواييځواک #استخبارات #منځنیختیځ #بریدونه #نړیوال