د برتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر اعلان وکړ چې هېواد یې د امریکا هغه غوښتنه منلې چې له مخې به یې له برتانوي اډو څخه په ایران کې پر اهدافو بریدونه کېږي. هغه وویل چې د دې کار موخه “په مبدا کې د ایران د توغندیو له منځه وړل” دي .
سټارمر په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، که څه هم په پیل کې یې مخالفت درلود، خو دا چې ایران د برتانیا ګټې ګواښلې دي، اوس یې په دې عملیاتو کې د پراخ ګډون پرېکړه کړې ده. برتانوي جټ الوتکې دمګړۍ د یو لړ همغږو دفاعي عملیاتو برخه دي .
د برتانیا لومړي وزیر زیاته کړه چې د ګواښونو د مخنیوي یوازینۍ لار په ډیپوګانو او یا د توغولو پر سکو د توغندیو له منځه وړل دي. هغه ټینګار وکړ چې اصلي دنده یې د برتانوي وګړو ساتنه او په سیمه کې له شریکانو ملاتړ دی .

برتانیا #ایران #جګړه #توغندي #پوځي #خلیج #نړیوال_خبرونه #سټارمر

Author