سهیل شاهین، په قطر کې د طالبانو حکومت سفیر، وویل چې پاکستان نظامي لاره غوره کړې او د اسلام اباد سره هیڅ پټې خبرې نشته. هغه د هند ان ډي ټي وي سره په مرکه کې وویل چې د طالبانو حکومت د سولې غوښتونکی و، خو پاکستان برید غوره کړ.
شاهین ټینګار وکړ چې پاکستان ته به په خپله ژبه ځواب ورکول کیږي. هغه دا هم وویل چې د پاکستان ادعا چې د تحریک طالبان پاکستان په نښه کولو یې بې اساسه ده.
دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ سرحدي کړکېچونه دوام لري او نښتې یوویشتمې ورځې ته ننوتلي دي.
#افغانستان #پاکستان #طالبان #سهیل\_شاهین #سرحدي\_نښتې